د عراق په دوو شمالي ښارونو کې دوو ځانمرګو بريدونو لږ تر لږه ٢١ کسان ووژل او په لسګونو نور ټپيان کړل.
په تکريت او سامراء کې دا خونړۍ حملې په داسې حال کې وشوې چې د عراق دولتي ځواکونه د شمالي ښار موصُل د بېرته نيولو لپاره له داعش وسلهوالو سره په جګړه بوخت دي.
موصل د عراق دويم لوى ښار ګڼل کېږي.
په تکريت کې يوه ځان وژونکي بريدکوونکي امبولانس کې ځاى پر ځاى شوي منفجره مواد د ښار په جنوبي دروازه کې سهار د ګڼه ګوڼې په وخت کې منفجر کړل او ١٣ کسانيې ووژل.
بله حمله په سامراء کې موټربم حمله وه چې اته کسانيې ووژل.
په دواړو ښارونو کې چارواکو د نورو ممکنه حملو له ډاره ګرځبنديز اعلان کړى دى.