د خېبر پښتونخوا ايالت مقاماتو د پاکستان له فېډرال چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانې مېرمنې شربت ګلې له اخراج کولو ډډه وکړي.
وروسته له هغې چې څو لسيزې مخکې نېشنل جيوګرافيک مجلې د شربت ګلې عکسونه خپاره کړل، هغه په نړۍ کې د خپلو شنو سترګو له کبله مشهوره شوه.
د پاکستان يوې محکمې شربت ګله د جعلي شناختي کارټ د جوړولو په تور په يولک او لس زره کالدارو نقدي جريمې او پنځلس ورځني بند محکومه کړه.
هغې ته امر وشو چې راتلونکې دوشنبه افغانستان ته ستنه شي.
خو د خېبر پښتونخوا ايالت مقاماتو ويلي، فېډرال چارواکي بايد شربت ګلې ته د يوې کډوالې موقف ورکړي چې دا به د پاکستان د حيثيت په ګټه وي.
له شربت ګلې سره د چلند له کبله پر پاکستان په نړيواله سطحه انتقادونه شوي دي.
د بخښنې نړيوال سازمان د جمعې په ورځ له پاکستانه د شربت ګلې اخراجول، ستره بېعدالتي وګڼله.