د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د ماین چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډيو ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې پر موټرسایکل سپاره درې تنه په یو ماین وربرابر شول.
د یوه بل خبر له مخې د کندهار د نېش ولسوالۍ په شهرک سیمه کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې څلور وسلهوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او پهکې یو پولیس وژل شوی او بل ټپی دی.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.