د روسيې صدراعظم وايي، د روسيې اقتصاد په تدريجي ډول د ودې پړاو ته داخلېږي.
دمېتري مېدوېدېف په هغه مرکه کې چې د اسرائيل له چاينل دوه سرهیې کړې او پرون خپره شوې ويلي.
راتلونکى کال به د روسيې د انفلاسيون اندازه شاوخوا څلور فيصده وي چې دا د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د انفلاسيون تر ټولو ټيټه اندازه ده.
مېدوېدېف ويلي، روسيه بايد د انرژۍ پر صادراتو د اتکا د کمولو لپاره د خپل اقتصاد جوړښت بدل کړي.
د روسيې صدراعظم ويلي، د روسيې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د سوداګرۍ او د عالي ټکنالوژۍ په برخه کې انقلاب حياتي ارزښت لري.
په وروستيو کلونو کې د نړۍ په سطحه د انرژۍ د بيې له ټيټېدو او پر مسکو د بنديزونو د لګېدو له کبله د روسيې اقتصاد زيانمن شوى دى.
دغه بنديزونه په ٢٠١٤ میلادي کال د روسيې په خاورې پورې د اوکراين د کريميا سيمې له الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د پوځي مداخلې له کبله د ګڼو هېوادونو لهخوا پر روسيې لګول شوي دي.