د عراق امنيتي ځواکونه چې له جنوبي لارو د موصل پر لوري د پرمختګ په حال کې دي، د يوه بل ښارګوټي مرکز د داعش له جنګياليو تصفيه کړ.
دغه ښارګوټى د شمالي ښار موصل له هوايي ډګره يو څو کېلو متره فاصله لري.
د عراق يوه پوځي مقام ډګر جنرال رعد شاکر جودات پرون وويل چې امنيتي ځواکونو د موصل د جنوب په ١٥ کېلو مترۍ کې د حمامالعليل ښارګوټي مرکز نيولى دى.
شاوخوا ٢٢ زره کسان توانېدلي د موصل له ختيځ او نورو سيمو ووځي.
يو هم خدر سلطان رمضان دى چې په يوه کمپ کې ژوند کوي.
ده له يوې مرستندويې ټولنې د ضروري موادو له ترلاسه کولو وروسته د چين مرکزي ټلوېزيون ته وويل:
"موږ خوراکي مواد، توشکې، بړستنې، بالښتونه او هرې کورنۍ يوه خيمه ترلاسه کړه. که د خداى رضا وه او چانس برابر شو، بېرته خپل کلي ته ځم، ځکه هلته خپل کور او خپله رمه لرم چې څارنه بهيې کوم."
موصل چې په عراق کې د داعش ډلې مهم مرکز بلل کېږي، د عراقي او کُردانو د پېشمرګه ځواکونو لهخوا محاصره شوى او دوى هڅه کوي له داعش ډلې يې تصفيه کړي.