د افغانستان له فساد سره د مبارزې عالي اداره د لوړپوړو دولتي چارواکو د دارايي او پانګې د ثبتولو په پروسه ټینګار کوي وايي چې یاد بهیر د فساد مخنیوي کې ډېره مرسته کولای شي.
د دغې ادارې مشر سید حسین فخري نن ازادي راډیو ته وویل یو شمېر چارواکي شته چې تر اوسهیې خپلې پانګې او دارايۍ نهدي ثبت کړي.
ښاغلي فخري ګواښ وکړ که دغه کسان خپلې دارایۍ ثبت نهکړي نو نومونه بهیې افشا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کابینې تېره ورځ د قانون یوه داسې ماده تعدیل کړه چې که کوم لوړپوړی چارواکی خپله دارايي ثبت نهکړي نو تنخواګانې او نور امتیازات بهیې وځنډول شي.