نی: شمال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي، په شمال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

شمال زون کې د نی مسؤلې مبینه ساعي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو لسو میاشتو کې له دوی سره د تاوتریخوالي ۳۷۰ پېښې ثبت شوي چې یوازې ۱۷۰ یې په کندز ولایت کې دي.

اغلې ساعي زیاتوي چې په تاوتریخوالي کې د خبریالانو وهل ټکول، ګواښونه او نور بېلابېل موارد شامل دي.

د نی مسؤلین وايي، تر ټولو تازه موارد یې یوه نیمه میاشت وړاندې فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو له‎خوا د خبریالانو وهل ټکول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ هلمند ولایت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت‌الله زهیر د یو ماین په چاودنه کې ووژل شو.