د امریکا د جمهوريپال ګوند د ولسمشرۍ کاندید ډونالد ټرمپ مېرمن میلانیا ټرمپ په ۱۹۹۰ لسیزه کې مخکې تر دې چې په امریکا کې د کار قانوني اجازه ترلاسه کړي په متحده ایالتو کې کار کړی دی.
دې ۱۰ ځلې د ماډلېنګ په وړاندې پیسې ترلاسه کړي دي.
د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس د یوه ځانګړي راپور له مخې میلانیا ټرمپ په ۱۹۹۶ میلادي کال چې امریکا ته د سفر په ویزه تللې وه، تر ۲۰ زره ډالره زیاتې پیسې د کار په بدل کې ترلاسه کړي دي.
میلانیا ټرمپ چې د ډونالد ترمپ درېیمه مېرمن ده، اصلاً د سلووینیا اوسېدونکې ده.
دې ته په ۲۰۰۱ میلادي کال د امریکا ګرین کارت ورکړای شو او په ۲۰۰۶ میلادي کالیې د امریکا تابعیت واخیست.
میلانیا ټرمپ تر دې یو کال وړاندې یعنې په ۲۰۰۵ میلادي کې له ډونالډ ټرمپ سره واده وکړ.