د ایران ولسمشر حسن روحاني یوه ښځه د خپلې مرستیالۍ لپاره وټاکله.
په یوه بیان کې د حسن روحاني په حواله ویل شوي چې زهرا احمدي پور د ولسمشر د مرستیالۍ او د هېواد د تورېزم او فرهنګي میراثونو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.
دا د ایران په کابینه کې درېیمه ښځه ده چې د حکومت لهخوا ګمارل کېږي.
احمدي پور چې همداراز د پوهنتون استاده هم ده پخوا یې په کورنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې ده.
د نوومبر په لومړۍ نېټه هم ولسمشر روحاني مسعود سلطانیفر د ځوانانو او سپورټ چارو د وزیر په توګه وټاکه.
په ایران کې به راتلونکې مې میاشت انتخابات وشي او تمه ده چې اوسنی ولسمشر حسن روحاني هم یو ځل بیا انتخاباتو ته ودرېږي.