ګوتیرس: له متحده ایالاتو سره قوي یووالي ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو راتلونکي سرمنشي انتونیو ګوتیرس ویلي په نړیواله سطح د جګړو او هم د بشري او چاپیریالي بحرانونو سره د مقابلې لپاره له متحده ایالاتو سره قوي یووالي ته اړتیا ده.

ګوتیرس پرون په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

"ټول پوهېږو چې موږ په یوه ستونزمنه نړۍ کې ژوند کوو، ټول په دې پوهیږو چې شخړې په ډراماټیک شکل دوه برابره شوي دي چې خلک ډېر ترې اغېزمن شوي دي او زه باور لرم چې د نړۍ د روانو حالاتو د ښه کولو لپاره د امریکا او ملګرو ملتونو ترمنځ همکاري یو عمده عنصر دی."

ګوتیرس د یوې لسیزې لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنر پاته شوی دی. دی د دغې دندې پر مهال ورته څرګنده شوه چې دا مهمه نه د ه چې دهغو کسانو ملاتړ وشي چې په ستونزه کې دي، بلکې د ده په خبره مهمه دا ده چې داسي شرایط رامنځته شي چې خلک له ستونزو سره مخامخ نشي.

ټاکل شوې ګوتیرس د جنوري په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د بان کې مون ځای ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګوتیرس یو داسي کس بللی چې کولی شي په خپله نوې دنده کې ځواک او مهارتونه رامنځته کړي.