اجرائیه ریاست وايي، د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې پر رابللو جدي خبرې رواني دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم نن ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ خبرې رواني دي د سیاسي توافق پاتې مواد هم عملي شي:
"له شک پرته د سیاسي توافق لیک ځنې مواد تطبیق شوي او یوشمېر نور یې چې پاتې دي د مشرانو ترمنځ پرې جدي خبرې روانې دي."
د جمعې په ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ملي یوالي حکومت دوام د سیاسي هوکړه عملي کېدو پوری تړلی دی.