ابراهیمي: حکومت دې د وکیلانو د وژل کېدو قضیې جدي وڅېړي

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي انتقاد کوي چې حکومت تراوسه پوري د هیڅ یوه وژل شوي وکیل قضیه نه ده څېړلې.

ښاغلي ابراهیمي نن په کابل کې د هغه وکیلانو په یاد غونډه کې چې نهه کاله وړاندې په بغلان کې وژل شوي وو له حکومت څخه وغوښتل چې د دی وکیلانو د وژل کېدو قضیې په جدي توګه وڅېړي.

په همدې مراسمو کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم د وژل شویو وکیلانو او سناتورانو د دوسیو د نه څېړولو له کبله پر حکومت انتقادونه وکړل.