د خبریال نعمت الله زهیر جسد نن کابل ته ولېږدول شو

په هلمند کې د اریانا نیوز د خبریال نعمت الله زهیر جسد نن کابل ته ولیږدول شو.

تمه ده د نعمت الله زهیر مړی د میدان وردګو په ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د زهیر وژنه په کلکه غندلې.

د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر د جمعې په ورځ د هلمند مرکز لښګرګاه ته څېرمه د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د روان کال له پیل راهیسې په هلمند کې دری خبریالان وژل شوي دي.