رادمنش: راتلونکې میاشت د «شفق۲» په نوم پوځي عملیات پیلېږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د «شفق ۲» په نامه تهاجمي عملیات پیلوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې ددغه عملیاتو هدف د وسله والو مخالفیونو د پټن ځایونو له منځه وړل او د دوی د اکمالاتي لارو بندول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شفق ۲ عملیات د راتلونکې میاشتې په لومړيو کې پیلېږي چې هدف یې مخالفیونو د ټولو پټن ځایونو لمنځه وړل او په ورته وخت کې د همدې عملیاتو په نتیجه کې به د دوی د مقاومت ځایونه هم له منځه یوړل شي."

له دې وړاندې د ملي اردو لوی درستیز هم ویلي چې ژمی د افغان ځواکونو لپاره ښه موقع ده څو وسله وال مخالفین وځپل شي او هغه سیمې چې د دوی په کنټرول کې دي بېرته افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورشي.