د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر فاروق القطاني تېره میاشت په هوايي برید کې وژل شوی دی.
دفاع وزارت د القاعده لپاره د القطاني وژنه سخته ضربه بللې ده، امریکایي بې پیلوټه الوتکو القطاني او د هغه بل ملګری بلال العتیبي په دوو بېلو پېښو کې د اکتوبر په درویشتمه په کونړ کې په نښه کړل.
د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو د برخې مسؤل پیټرکوک پرون وویل چې القطاني په سیمه کې د القاعده شبکې مشر، وژل شوی دی خو د العتیبي د وژلو خبر تر اوسه کره نه دی.