د مصر سینا کې یو جنرال وژل شوی

د مصر په سینا کې یو جنرال وژل شوی دی، اسلامي دولت ډلې د دې پیښې مسوولیت منلی دی.

وسله والو پرون پر برید جنرال هشام محمد ابو العزم د شمالي سنا ولایت په مرکز، عریش کې ډزې وکړې او هغه یې په خپل موټر کې وواژه.

امنیتي ځواکونو وویل چې برید جنرال هشام په سنا کې کور درلود او د هغه د لیدو لپاره هلته تللی و.