د عراق پوځي چارواکي وایي، په موصل کې یې د اسلامي دولت ډلې وسله وال له یوې مېنې شاته تمبولي دي او پرمختګ یې کړی دی.
دغو چارواکو پرون وویل چې امنیتي ځواکونو د موصل ښار په ختیځ کې شپږ حوزې له داعش څخه نیولې دي.
په عراق کې د تروریزم ضد خدماتو ادارې وویل، د مالایین، سماح، خضرا، قدس، کرکولي او کرامه حوزې اوس د حکومت تر کنټرول لاندې دي.
د عراق حکومتي ځواکونو او کردي پېشمرګه سرتېرو د اکتوبر په اوولسمه پر موصل بریدونه پیل کړل، خو پرونۍ جګړه ترټولو سخته وه.
د اسلامي دولت د ډلې له درې زرو تر پنځه زرو پورې وسله وال په موصل کې ځای پرځای شوي دي.