ارمنستان وايي، له ایران څخه د طبیعي ګاز د واردولو پر بیه له دغه هېواد سره مذاکرات کوي.
د ارمنستان د انرژۍ مرستیال وزیر هایک هاروتیو د جمعې په ورځ د ازادي راډیو ارمني څانګې ته وویل که خبرو مثبته نتیجه ورکړه نو ډېر ژر به ارمنان د ایران له طبیعي ګاز څخه ګټه واخلي.
ارمنستان دا مهال له ایران څخه په کلني ډول ۵ سوه میلیونه کیوبیک متره ګاز واردوي او دا هېواد غواړي چې له ایران څخه نور ګاز واخلي او بیا له خپلې خاورې ګورجستان ته صادر کړي.