د القاعده د احتمالي حملو په اړه د امریکا فدرالي ادارې خبرداری

د امریکا فیدرالي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې کېدای شي د القاعده شبکې پلویان د متحده ایالاتو د انتخاباتو په درشل کې تروریستي بریدونه وکړي.

په واشنګټن کې یوې سرچینې ویلي چې فدرالي ادارو محلي چارواکي او ایالتونه باخبره کړي، خو دا يې هم ویلي چې د احتمالي بریدونو ګواښ په ټیټه سطحه دی.

د القاعده د پلویانو لخوا د احتمالي بریدونو چې د څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ویل شوي، خبرداری نیویارک، تکساس او وریجینیا ایالتونو ته ورکړل شوی دی.

سي بي ایس نیوز چینل ویلي د تروریستي حملو د احتمال ګواښ له انتخاباتو یوه ورځ مخکې یعني د نومبر په ۷ نېټه دی.

خو امریکايي چارواکي وايي ښايي کومه تروریستي ډله غواړي د دې ګواښونو له لارې کوم څوک وهڅوي چې برید ترسره کړي.