خوست کې ۴ ټنه بې کیفیته درمل وسوځول شول

په خوست ولایت کې پرون څلور ټنه بې کیفیته دارو درمل وسوځول شول.

د خوست د عامې روغتیا ریاست وايي، دا بې کیفیته درمل په ورستیو دوو میاشتو کې د خوست ښار او د شاوخوا سیمو له درملتونونو څخه راټول شوي وو.

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل چې په دې ولایت کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه معیاري خدمات او ډاکتران یې مسلکي وړتیا نه لري.

د نوموړي په وینا په خوست کې د روغتیا او د کلینیکونو د معیاري کولو په برخه کې به ډېر ژر اصلاحات رامنځته شي.