د افغان حکومت یو لوړ رتبه پلاوی د کندز پېښه څېړي

د افغان حکومت یو لوړ پوړی پلاوی نن شنبې کندز ته ځي چې دغلته د نړیوالو ځواکونو په وروستي هوايي برید کې د ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه پلټنه وکړي.

د کندز د والي مطبوعاتي دفتر وايي، دا پلاوی به د بُز کندهاري په سیمه کې د پنجشنبې شپې د هغې هوايي حملې په اړه تحقیقات وکړي چې افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو پر ضد پلان شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د محلي مقاماتو یو پلاوی لا دمخه د پېښې سیمې ته تللی او پلټنه يې پیل کړې ده.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر چارواکي هم وايي چې دوی د کندز د پېښې په اړه پلټنه کوي.

د کندز د امنیه قوماندان په وینا په دې پېښه کې ۳۱ ملکي وګړي، ۳ افغان سرتېري او ۲۶ وسله وال وژل شوي دي.