د ترکیې له جنوب څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې په کردمېشتي دیارباقر سیمه کې په یوه مشکوکه موټربم حمله کې لږترلږه یوتن وژل شوی او شل ټپیان دي.
د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداګ وايي چې دا پېښه نن سهار د پولیسو د یوه مرکز مخکې ته وشوه او په قربانیانو کې یې ملکيان او پوځیان شامل دي.
دا چاودنه یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې ترکي چارواکو د کردستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند اړوند یوولس وکیلان ونیول.
په نیول شویو کې د ګوند دوه مشران - صلاح الدین دیمیرتاس او فیګین یوکسیک داګ شامل دي.
امنیتي چارواکي وايي چې دواړه کسان د تروریزم ضد تحقیقاتو په لړ کې نیول شوي دي.
د کردستان د خلکو دیموکراتیک ګوند تېرکال د لومړي ځل لپاره هغه مهال په پارلمان کې غړیتوب ترلاسه کړ چې د ترکیې دریم لوی ګوند وګڼل شو.