کرد او عرب ځواکونو د رقه ښار عملیاتو کې د ترکیې ګډون رد کړ

په سوریه کې هغو کرد او عرب ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي له داعش ډلې څخه د سوریې د رقه ښار د بېرته نیولو په پلان شویو عملیاتو کې د ترکیې ګډون رد کړی دی.

ترکیه غواړي په دې عملیاتو کې ښکیل وي او د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر په روانه اونۍ کې وویل چې د دې ښار د نیولو په عملیاتو کې د ترکیې د ګډون په اړه له انقرې سره خبرې کوي.

امریکايي چارواکي هیله من دي چې د رقې ښار د بېرته نیولو عملیات به په څو اونیو کې پیل شي او وايي، د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونه اتحاد به چې له کردانو او عرب وسله والو ‌جوړ ائتلاف دی، دی د دې ښار په کلابندۍ او څنډې ته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو د اتحاد ویاند طلال سیلو وویل، دوی به یوازینی ځواک وي چې د رقې د ازادۍ په عملیاتو کې برخه اخلي او دوی هیڅ صورت په دې مسئله کې د ترکیې ښکیلتیا نه غواړي.

خو انقره د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو په اتحاد کې د کردي ملېشو د مهم رول په اړه اندېښنه لري.

دوی وايي، کرد ډلې د کردستان د کارګرانو له ګوند سره چې په ترکیه کې له درې لسیزو راهیسې په وسله والو فعالیتونو کې ښکیل دی اړیکې لري.