حلب کې د سوریې رژیم لخوا یو اړخیز موقت اوربند نن نافذ شو

په حلب ښار کې د سوریې د رژیم له خوا اعلان شوی یو اړخیز موقت اوربند نن رسماً نافذ شو.

د سوریې حکومت او متحد یې روسیې دا لس ساعته اوربند د دې لپاره اعلان کړی چې وسله وال یاغیان او ملکي خلک د حلب په ختیځ کې له هغو لارو ووځي چې د دوی لپاره په پام کې نیول شوي.

فعالانو د ورځې په پیل کې د بشري وقفې په نوم له دې اوربند څخه د سوریې د رژیم او د هغه د متحدو قواوو له خوا د سرغړونو راپور نه دی ورکړی.

د رژیم مخالفو وسله والو دا د نړیوالو فشارونو د کمولو لپاره هڅه بللې او ژمنه یې کړې چې د حلب د کلابندۍ تر ماتولو پورې به جګړو ته دوام ورکړي.

په تېره اکتوبر میاشت کې هم دې ته ورته درې ورځنی یواړخیر اوربند اعلان شوی و چې په نتیجه کې یې له دې ښاره چې دوه نیم لکه ملکي کسان پکې کلابند پاتې دي، یوازې محدود شمېر کسان ووتل.