ولسمشر غني د خبریال زهیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

افغان ولسمشر په هلمند ولایت کې د افغان خبریال نعمت الله زهیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د اریانا ټلویزیون خبریال نعمت الله زهیر نن سهار په لشکرګاه کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شو.

ولسمشراشرف غني په هغه خبرپاڼه کې چې د جمهوري ریاست له خوا خپره شوه ویلي چې دا ډول بریدونه به په افغانستان کې د بیان د ازادي مخه ونه نیسي او خلکو ته د خبرونو په رسولو کې د خبریالانو کلکه اراده به کمزورې نه کړي.

ښاغلي غني ژمنه کړې چې حکومت به د خبریالانو د ژوند او امنیت لپاره لا جدي تدابیر ونیسي.

په هغه چاودنه کې چې زهیر ووژل شو د یوه سیمه ییز ټلویزیون ډریور هم ټپي شوی دی.