له اذربایجانه د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې غوښتنه

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د اذربايجان له حکومته غوښتي چې د هغو دوو مدافع وکيلانو ځورول بند کړي چې د سیاسي بنديانو قضيې څېړي.

د امريکا مېشتې غير دولتي ادارې فريډم هاوس مرستيال مشر رابرټ هرمن د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي چې د اذربايجان حکومت بايد د ايلچين صادقوف او فارض نمازلي پر وړاندي تهديدونه او ځورونه بنده کړي.

د ده په وينا، دا دوه کسان له هغو ګوتو په شمار وکيلانو څخه دي چې د سياسي بنديانو د استازیتوب جرات کوي او د حکومت ناسمو کړنو ته پام اړوي.

په اذربايجان کې د چهارشنبې په ورځ يوې دولت پلوه رسنۍ پر خپله ویب پاڼه تور پوري کړی چې صادقوف د خپل یوه مراجع له مېرمنې سره ناسمې اړيکې لري.

صادقوف ويلي چې په دې وروستیو کې تهديد شوی دی او په همدې حال کې د کورنيو چارو وزير او د هغه مېرمن هم د دې وزير د کار په خاطر په مرګ تهديد شوي دي.