د بخښنې نړیوال سازمان: د کندز له قربانیانو سره دي عدالت وشي

د بخښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنېشنل ويلي، په کندز کې د ناټو د بمباریو له قربانيانو سره بايد عدالت وشي.

د دې ادارې د جنوبي اسيا د څانګې رئیسې چمپا پټېل په يوه اعلاميه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ويلي:

"په کندز کې د ناټو په بمباریو کې وژل شوي دېرش قربانيان د عدالت مستحق دي، کله چې د ملکيانو د وژل کېدو خبره شي، روان کال د افغانستان لپاره تر ټولو خونړی دی."

اعلاميه وايي چې د ناټو او امريکايي ځواکونو له خوا له بشري حقونو مخکېنۍ سرغړونې هم تر اوسه نه دي پلټل شوي او نه یې عاملين مجازات شوي دي او دا بايد د انساني ژوند پر وړاندي د بې اعتنايي يوه بله بېلګه نه وي.

اعلامیه د پېښې په اړه د چټکو پلټنو غوښتنه کوي.

د پنجشنبې په ورځ په کندز کې د افغان امنيتي ځواکونو او امریکایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ګڼ شمېر وسله والو مخالفانو او د هغوی د مشرانو په ګډون شا او خوا دېرش ملکيان ووژل شول.

افغان حکومت ويلي چې د دغو ملکيانو د وژل کېدو لوی لامل دا وو چې وسله والو مخالفانو په استوګنځايونو کې مورچې جوړې کړي وې او له خلکو يې د انساني سپر په توګه کار اخيست.