ډوريان: د داعش مشر پر خپلو جنګیالیو کنټرول له لاسه ورکړی

د امريکا پوځي چارواکي وايي، د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي په داسي حال کې د خپلو جنګياليو کنترول له لاسه ورکړی چې عراقي ځواکونه هڅې کوي له داعش څخه موصل ښار بېرته ونيسي.

د امريکا په مشرۍ د ايتلاف وياند ډګروال جان ډوريان دا خبرې وروسته له هغه کړي چې بغدادي په یوه غږیز پيغام کې له خپلو جنګيالیو غواړي چې په موصل کې له عراقي ځواکونو سره د جګړې پر مهال دې پرشا نه ځي.

ډوريان ويلي، که څه هم د ثبت شوي غږ کره والی نه دی ثابت شوی خو دا د داعش مشرانو ښکاره هڅې دي چې غواړي له خپلو جنګياليو سره خبرې وکړي.

ده ويلي چې ثبت شوی غږ له جنګياليو دا غوښتنه هم کوي چې په خپلو کې جګړه نه سره کوي.

ډوريان ويلي:

"دا د یوه مشر داسې خبرې دي چې کله د ټولو پر يوه لاره ساتلو قومانده، کنټرول او وړتيا له لاسه ورکوي."

عراقي پوځ له داعش ډلې د موصل ښار د بېرته نیولو عملیات چټک کړي.