ټاکل شوې ده ولسمشر محمد اشرف غني نن جمعه غور ولایت ته سفر وکړي.
د غور ځايي چارواکي وايي، د ولسمشر د دې سفر هدف په دې ولايت کې د وروستۍ ګڼ وژنې د قربانيانو له کورنيو سره لیدل او د دې ولايت عمومي وضعيت کتل دي.
د غور والي غلام ناصر خاضع وايي، غور ولايت ته به د ولسمشر سفر ښې پايلې ولري.