نړیوالو مارکېټونو کې د ډالر بیه رالوېدلې

South Korea -- A currency dealer walks past a screen displaying the exchange rate between the dollar and the euro at the headquarters of the Exchange Bank in Seoul, 10May2010

د نړۍ په مارکېټونو کې د امریکايي ونډو او ډالر بیه په تېرو دوو ورځو کې د هغې وېرې له کبله رالوېدلې چې پانګه‎وال‌یې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د بازارونو له بې‌ثباتۍ څخه لري.

د امریکا د انتخاباتو په اړه له نظرپوښتنو ښکاري چې د سیالو کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ تر منځ د رأیو توپیر کم شوی، نو پانګه‎وال چې د مېرمن کلېنټن پر بریا او د ولسمشر بارک اوباما د اقتصادي پالېسیو پر دوام متکي وو، اوس اندېښمن دي.

له بلې‌خوا په وروستیو درېیو اوونیو کې د امریکايي ډالرو ارزښت هم د یورو، سویسي فرانک او سټرلینګ پونډ په وړاندې تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلی خو سرو زرو چې د اقتصادي بحران پر مهال د ژغورونکي عنصر حیثیت لري، خپل ارزښت لوړ کړی او اوس‌مهال د یوه اونس سرو زرو بیه ۱۲۹۷ ډالرو ته رسېدلې ده.