د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې سخت توپانونه جریان لري.
له بلخ، کندز، جوزجان او شاوخوا ولایتونو څخه د ازادي راډیو خبریالان وایي چې دغه توپان بریښنا قطع کړې، د ترافیکو بهیر یې ګډوډ کړی او خلک یې د دوکانونو تړلو ته اړ کړي دي.
راپورونه وایي چې په جوزجان کې د توپان له امله ترافیکې پېښې هم شوي دي.
خو تر اوسه په سیمه کې د اوښتو ځاني او یا مالي زیانونو په هکله کوم معلومات نشته.