احدي: د چارواکو اختلافات د حکومت ناقصه جوړښت نتیجه ده

د افغانستان نوې ملي جبهه وایي، د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات د حکومت د ناقصه جوړښت نتیجه ده.

انوارالحق احدي چې د سیاسي اپوېسیون د دغې ډلې مشر دی، نن په یوه غونډه کې وویل چې د اجرائیه ریاست جوړېدل په خپله د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال پر صلاحیتونو منفي اغېزه کولای شي.

دی وايي:

"د اساسي قانون له چوکاټه بهر د اجرائیه ریاست جوړېدل د حکومت په جوړښت کې د لومړي مرستیال رول فوق‌العاده ضعیفه کوي."

ښاغلي احدي زیاته کړه، دا چې د اجرائیه رئیس واکونه نه‌دي تعریف شوي نو له همدې امله د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او اجرائیه ریاست تر منځ د اختلافاتو د راپیدا کېدو امکان ډېر دی.

خو جمهوري ریاست وایي، د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال صلاحیتونه په قانون کې روښانه دي او کارونه په همدې اساس مخته ځي.