ټاکل شوې چې څو راتلونکو ورځو پورې به په کابل کې د هلکانو د هنډبال ټیمونو تر منځ سیالۍ پیل شي.
د هنډبال فدراسیون رئیس یوسف نیازي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به د کابل د شپږو خصوصي پوهنتونونو د لوبغاړو تر منځ پیل شي.
ښاغلی نیازی وایي چې د دغو سیالیو هدف د هنډبال ورزش وده او له مخدرهموادو څخه د ځوانانو لېرې والی دی.