د پنځوس- پنځوس له بلې کیسې خبر شئ!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی په یوه کنفرانس کې د یوه ویناوال هغه وینا دراوروو چې دی وايي، په پښتو مې وینا وکړه خو د کنفرانس ګډوون‎کوونکي بیا وايي چې یوځل ېې په پښتوهم ترجمه کړه!

ورپسې مو د پنځوس- پنځوس له یوې بلې کیسې خبروو، هغه چې په کنفرانس کې موضوع‎ګانې هم پنځوس- پنځوس سره ویشل کېږي!

په پای کې مو د برق د بېلونو د قرضدارانو له یوه بل غمه خبروو چې دغه غم هم د برق د مصرف قرضدارۍ زیږولی او یوه قرضدارته ېې لوی مصیبت جوړ کړی دی.

د دغو مطلبونو اورېدل به مو هم وخندوي اوهم به موله ډېرو شیانو خبر کړي، نواورېدل ېې مفت دي، مه ېې هېروئ.

جوړوونکی: ننګیارنااشنا

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار