د ایران پخوانی لوی څارنوال سید مرتضوي د اداري فساد د یوې دوسیې په تړاو د ۱۳۵ دُرو په وهلو محکوم شو.
مرتضوي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ایران د ولسمشرۍ تر جنجالي انتخاباتو وروسته د ایران د "زرغون تحریک" د فعالانو په ځپلو کې ونډه لرله.
۴۹ کلن مرتضوي د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نېږدې ملاتړی دی.
دی کولای شي چې د محکمې حکم استېناف ته راجع کړي.
د بشري حقونو د څار ډلې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې مرتضوي له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړی و.
مرتضوي پرون اعتراف وکړ چې هغه وخت د بیتالمال څه ناڅه پیسې ترې ضایع شوي دي چې دی د ټولنیزو چارو د پروګرام مسؤل و.