په پاکستان کې د افغانستان سفیر هیلهمند دی چې شربتګله به له زندانه خوشې شي.
شربتګله هغه افغانه ده چې په اتیایمو میلادي کلونو کې یې عکس په نېشنل جیوګرافیک مجله کې خپور شو او له دې سرهیې نړیوال شهرت وموند.
حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل:
"ما په خپله د پاکستان صدراعظم ته وړاندیز وکړ چې په دې دوسیه کې مداخله وکړي دا خو دومره جدي قضیه هم نهده، فدرال دې خپله دوسیه وتړي او دا دوسیه دې غونډه کړي."
پاکستان کې د افغانستان د سفارت له هڅو وروسته پرون شربتګله چې د تور زېړي په ناروغۍ اخته ده له زندانه روغتون ته انتقال شوه.
شربتګله تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې پولیسو د جعلي اسنادو په تور ونیوله.