د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي وايي چې د امریکا جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو تر منځ بحثونه د هغه هېواد په سیاست کې د یوه ناورین ښکارندويي کوي.
خامنهيي چې تېره ورځ تهران کې د امریکا سفارت د محاصرې په کلیزه کې خبرې کولې وویل چې د دغو دوو کاندیدانو بحثونه د امریکا د شهرت د لهمنځه وړلو لپاره کافي دي.
په تهران کې د امریکا سفارت په ۱۹۷۹ کال کې محاصره شوی و.
د ایران مذهبي مشر همداراز وویل ځیني خلک وايي چې د سوریې، د لبنان حزبالله، عراق، افغانستان، یمن او ان خپلو داخلي مسائلو لپاره له امریکا سره خبرې وکړو خو له امریکا سره خبرې به ستونزې هوارې نهکړي.
خامنهيي وویل، امریکا نور تېر باسي او په ژمنو عمل نهکوي او په خپله په ناورین کې ګېر دی.