زاخېلوال د شربت ګلې خوشې کولو کې له نواز شریفه مرسته غوښتې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له صدراعظمه وغوښتل چې د شربت ګلې په راخوشې کولو کې مرسته وکړي.

نن د پاکستان يوې محکمې د شربت ګلې د راخوشې کولو غوښتنه رد کړې ده.

افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په يوه اعلاميه کې ويلي:

"د شربت ګلې توقيف له مخکې لا افغانان ځورولي دي او نن د محکمې پرېکړه د هغوی احساساتو ته یو بله بې‌اعتنايي وه."

شربت ګله په کوچنیوالي کې هغه وخت مشهوره شوه چې د نېشنل جيوګرافیک مجلې پر لومړۍ پاڼه‌يې د افغانه نجلۍ په نوم عکس خپور شو.

شربت ګله د اکټوبر په شپږويشتمه په پېښور ښار کې د جعلي پېژندپاڼو جوړولو په تور ونيول شوه او تر اوسه په زندان کې ده.

شربت ګله د جعلي اسنادو جوړولو تورونه ردوي.

پاکستان په دې وروستيو کې هغه افغانان په نښه کوي چې په دغه هېواد کې نه‌دي ثبت شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغه هېواد کې اوس هم يو اعشاريه څلور میلیونه ثبت شوي افغانان اوسي.