پاکستان د شربت ګلې د راخوشې کولو غوښتنه رد کړه

د پاکستان يوې محکمې د شربت ګلې د راخوشي کولو غوښتنه رد کړې ده.

شربت ګله په کوچنیوالي کې هغه وخت مشهوره شوه چې د نېشنل جيوګرافیک مجلې پر لومړۍ پاڼه‌يې د افغانه نجلۍ په نوم عکس خپور شو.

شربت ګله د اکټوبر په شپږويشتمه په پېښور ښار کې د جعلي پېژندپاڼو جوړولو په تور ونيول شوه او تر اوسه په زندان کې ده.

شربت ګله د جعلي اسنادو جوړولو تورونه ردوي.

د شربت ګلې مدافع وکيلانو محکمې ته ويلي چې دا د تور ژړي ناروغي لري.

پاکستان په دې وروستيو کې هغه افغانان په نښه کوي چې په دغه هېواد کې نه‌دي ثبت شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغه هېواد کې اوس هم يو اعشاريه څلور میلیونه ثبت شوي افغانان اوسي.