د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره ۷۶.۷۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

د اسیا پراختیايي بانک نن له افغان حکومت سره د ۷۶.۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د وړیا مرستو یو تړون لاسلیک کړ.

د مالیی وزارت ویاند اجمل حیمد عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې به د افغان حکومت له لارې د کرنې او اوبو لګونې پروژو د عملي کولو په برخه کې ولګول شي.

ښاغلی رحیمزی وایي چې د دغه تړون له مخې به د هېواد په یو شمېر زیاتو ولایتونو کې خلکو ته د کرنې او اوبو لګونې د سکتور په برخه کې د کار زمینه هم برابره شي.