د عامه اړیکو برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري معلوماتو ته نه لاس رسی او نا امني د افغان خبریالانو پر وړاندې جدي ستونزې بولي.
نادر نادري چې نن یې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په غونډه کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې حکومت د افغان خبریالانو د ستونزو حل ته ژمن دی او په دې برخه کې یې اقدامات هم کړي دي.
نادر نادري همدا راز وویل چې ولسمشر ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره لازمه همکاري وکړي.
د ښاغلي نادري په خبره له دې وروسته په ولایتونو کې د ولسمشر د لارښوونې له مخې د قول اردو ګانو مسؤلین باید د اړتیا پر مهال کابل ته د خبریالانو د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.