ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه د لویې څارنوالۍ غوښتنې

د افغانستان لویه څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د ځینو قضايي، سیاسي او اداري اقداماتو غوښتنه کوي.

لوی څارنوال فرید حمیدي چې د څارنوالانو د ملي کنفراس د پای په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی، خو دغه اقدامات بسنه نه کوي.

ښاغلي حمیدي له وزیرانو شورا وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس په همدې غونډه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله.

عبدالله عبدالله وايي، نن هم نجونې او ښځې له تاوتریخوالي، د جنسي تېریو له ګواښ او بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره ښځې او نجونې ان په تحصیلي بنسټونو کې هم خوندي نه دي.

هغه همدا راز په بدو کې د نجونو ورکړه او د دوی پلورل جدي ننګونې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې افغانان باید د یادو ستونزو د حل لپاره بسیج شي.

نوموړي وویل چې باید په هېواد کې په دې اړه په ځینو قوانیونو او مقررو کې تعدیلات رامنځته شي.