تحریک انصاف ګوند وايي غړي یې اسلام‎اباد کې نه دي وژل شوي

پاکستان کې د عمران‎خان په مشرۍ اپوزیسیون ګوند تحریک انصاف هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، دوه غړي یې په اسلام‎ابادکې د نښتو پر مهال پولیسو وژلي دي.

تحریک انصاف ګوند پرون سې شنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې د پېښې تر څېړنې وروسته څرګنده شوه چې په‎دې نښته کې څوک نه‎دي وژل شوي.

عمران خان هم پر ټویټر وویل چې له پولیسو سره په نښته کې د اپوزیسیون هېڅ غړی نه‎دی وژل شوی.

د تحریک انصاف ګوند غړي وړمه شپه د صدراعظم نواز شریف پر ضد د لاریون لپاره چې نن باید ترسره شوی وای، د اسلام‎اباد پر لور خوځيدلي وو خو له پولیسو سره د نښتې له امله يې خپل پلان لغوه کړ.

تحریک انصاف ګوند ادعا کړې وه چې پولیسو د مظاهره‎چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړی او دوه تنه یې وژلي دي.