د عراق صدراعظم حیدر العبادي ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له تحریک امیزه اقداماتو لاس واخلي.
د ترکیې پوځ پرون سې شنبې خپل ټانکونه او زغرهوال موټر له عراق سره پولي ته نېږدې سیمو ته واستول چې له موصل ښاره ډېر واټن نهلري.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې بغداد له ترکیې سره جنګ یا جنجال نه غواړي خو که د پېښېدو په صورت کې عراقي ځواکونه ورته تیار دي.
العبادي د ترکیې پر پوځونو غږ وکړ چې په موصل ښار کې د داعش پر ضد په روانو عملیاتوکې دې له مداخلې ډډه وکړي.
هغه وویل چې که د ترکیې پوځ پهدې جنګ کې شامل شي، د عراق امنیتي ځواکونه به د دښمن په توګه ورسره مخامخ کېږي.