نوې نظرپوښتنه څرګندوي چې د هغوی اوکراینیانو شمېر زیات شوی چې په ناټو تړون کې د خپل هېواد د غړیتوب ملاتړ کوي او د روسیې په مقابل کې یې احساس سوړ دی.
پهدې سروې کې څرګنده شوې چې د اوکرایین ۴۳ فیصده خلک په ناټو تړون کې د خپل هېواد د غړیتوب ملاتړ کوي.
څلور میاشتې وړاندې د دې خلکو شمېر ۳۹ فیصده وو.
په ناټو کې د اوکرایین له غړیتوب سره یوازې ۲۹ فیصده خلکو مخالفت څرګند کړی دی.
سروې کې همدا راز څرګنده شوې چې په سلوکې ۷۵ اوکراینیان د روسیې په وړاندې خپل احساس [سوړ] یا [ډېر سوړ] ګڼي.
دا سروې د کاناډا د حکومت په مالي مرسته، امریکا کې د یوه تحقیقاتي مرکز په استازیتوب په اوکراین کې د راتنګ ګروپ په نوم ادارې ترسره کړې ده.
په سروې کې څرګنده شوې چې ډېر خلک د اوکرایین د حکومت له اقتصادي پروګرامونو او د اداري فساد پر ضد مبارزې څخه راضي نهدي.