د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د روانې جګړې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ کورنۍ د جلالاباد ښار ته کډه شوي دي.
پچیراګام ولسوالۍ کې وروستیو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش حملې زیاتې کړي چې له امله یې خلک د خپلوکورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې له امله له بې ځایه شوېو کورنیو سره مرستې پیل شوي دي.
عطاالله خوګیاڼۍ وايي:
"سږ کال د شینوارو په ولسوالیو او په پچیراګام ولسوالۍ کې د جګړې له امله ډېرې کورنۍ جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو ته را کډه شوي، دقیق ارقام نشته خو موږ ویلای شو چې ښايي لږ تر لږه ۲۴ زره کورنۍ تېښتې ته اړ شوي وي."
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې لږ تر لږه څلور لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.