د ترکيې د لوی درستیزانو د کمېټې مشر خپل روسي سیال سره ولیدل

د ترکيې د لوی درستیزانو د کمېټې مشر د سې شنبې په ورځ مسکو کې له خپل روسي سیال سره ولیدل.

د روسيې دفاع وزارت وايي چې جنرال هلوسي اکار او د هغه روسي سیال جنرال والري ګراسیموف د سوريې د شمالي سیمو او د عراق او سوريې پر پوله د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

روسي مقامات وايي، دواړه جنرالان د سوريې په حلب ښار کې د وضعیت د نورماله کولو پر لارو چارو هم وغږېدل.

د ترکيې پوځ ویلي چې د دې هېواد د لوی درستیزانو د کمېټې مشر له خپل روسي سیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د بالقوه پوځي همکارۍ او د منځني ختیځ د حالاتو په اړه خبرې وکړې.