یونېسکو: نړۍ په سطحه په هرو ۵ ورځو کې یو ژورنالېست وژل شوی

د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري اداره یونېسکو وايي، په تېره یوه لسیزه کې د نړۍ په سطحه په هرو پینځو ورځو کې یو ژورنالېست وژل شوی دی.

یونېسکو په خپل یوه تازه راپور کې چې نن خپور شوی ویلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې ۸۲۷ ژورنالېستان وژل شوي چې له دې ډلې څخه ۱۱۵ تېر میلادي کال کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي، په تېره یوه لسیزه کې ۲۰۱۵ میلادي کال د ژورنالېستانو لپاره دوهم لوی خونړی کال و.

د یونېسکو د راپور له مخې عراق او سوریه چېرته چې داعش ډلې زیات خبریالان اعدام کړي د ژورنالېستانو لپاره له حده زیات خطرناکه سیمه وه.

دواړو هېوادونو کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۲۴ او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۲۳ خبریالان وژل شوي دي.

یونېسکو وايي، اوکراین، افغانستان او پاکستان هم د ژورنالېستانو لپاره خطرناک هېوادونه ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور له مخې په ۲۰۱۴ میلادي او ۲۰۱۵میلادي کلونو کې اوکراین کې ۷ په افغانستان کې ۵ او په پاکستان کې ۴ خبریالان وژل شوي دي.