د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن چهار شنبې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړ شي.
پهدې غونډه کې به چې د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون لري.
د اجرائیه ریاست د مطبوعاتي دفتر په وینا، د افغانستان پلاوی به د ترورېزم پر ضد د سیمه ییزې مبارزې پر پراختیا او پهدې سازمان کې د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې.
افغانستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د کتونکي په توګه منل شوی دی.
د هند او پاکستان حکومتونو هم پهدې سازمان کې د دایمي غړیتوب غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د شانګهای د همکاریو سازمان مشران به سبا رسمي غونډې پیل کړي.