عبدالله شانګ‌های غونډه کې د ګډون په هدف سبا قرغزستان ته ځي

د افغانستان ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ټاکل شوې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په هدف سبا د قرغزستان مرکز بیشکک ته ولاړ شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به په دغه سرمشریزه کې له یوې اجنډا سره ګډون وکړي:

"د دې سفر هدف هم د شانګهای په ناسته کې ګډون دی او ټاکل شوې اجرائیه رئیس په دغه ناسته کې د افغانستان پر بشپړ غړیتوب بحث وکړي."

نوموړی وایي، د حکومت اجرائیه رئیس به د شانګهای د غړیو هېوادونو له استازو سره په جلا لیدنو کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه هم وغږېږي.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چې د اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو په هدف په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامنځ ته شو، روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان دایمي غړیتوب لري.

تمه کېږي هند او پاکستان هم په دغه سازمان کې د دایمي غړیو په توګه و منل شي.

افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکي هېوادونه دي.